محمد انور درد من افغان لیکوال، شاعر او مفکر دی. د هغه اثار د انساني کرامت، د ټولنیز عدالت او د فکري ویښتیا پر بنسټ ولاړ دی.

زما کیسه
د قلم سفر مې په نولس سوه اتیا کال کې پیل شو. له هماغه وخته تر نن پورې لیکنه زما لپاره یوازې ادبي فعالیت نه، بلکې یو انساني او اخلاقي مسؤلیت دی. زه باور لرم چې انسان تر وروستۍ سلګۍ پورې د زده کړې اړتیا لري. له همدې امله مې د ژوند په هر پړاو کې زده کړه، څېړنه او د تجربو راټولول د خپل فکر برخه ګڼلې ده. زما د لیکوالۍ بنسټیز هدف د ټولنیز پوهاوي پیاوړتیا، د سالم فکر دودول او د انساني کرامت درناوی دی. زه د قوم، ژبې، مذهب او جغرافیې له توپیر څخه ورهاخوا انسان ته ګورم، او باور لرم چې ګټوره پوهه د ټولو ګډه شتمني ده. زما هیله دا ده چې لیکنې مې د خالق د رضا او د مخلوق د خیر وسیله شي، او د لوستونکي په ژوند کې، که هر څومره کوچنی هم وي، یو مثبت اغېز پرېږدي. که زما له قلم څخه یو انسان هم د لارې موندلو یا د فکر د بدلون الهام واخلي، خپله هڅه بریالۍ ګڼم.ژ
ژوند لیک
انجنیر محمد انور درد من خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې، وروسته یې د ژوند د اړتیاوو او مسلکي لېوالتیا له مخې خپل فعالیت تخنیکي برخې ته واړاوه او د پاکستان د پنجاب ایالت کې د انجینرۍ عملي زده کړې او مسلکي روزنه ترلاسه کړه. نوموړي شاوخوا شل کاله په کندهار کې د تخنیکي او صنعتي فعالیتونو په برخه کې عملي کار کړی او د کندهار مولد او ټرانسفارمر شرکت بنسټ یې اېښی دی چې تر اوسه خپل فعالیت ته دوام ورکوي. د لیکوالۍ او فکري لیکنو سفر یې په ۱۹۸۰ میلادي کال کې پیل کړی او له هماغه وخته د شعر، نثر، مقالو، څېړنیزو او فکري اثارو په لیکلو او د ټولنیز پوهاوي په برخه کې بوخت دی. د۲۰۲۲ میلادي کال په وروستیو کې، د ژوند د شرایطو او رامنځته شویو بدلونونو له امله له خپل هېواده وتلو ته اړ شو. له هماغه راهیسې په جرمني هیواد کې ژوند کوي، دخپلو ورځنیو کارونو تر ځنګ خپل فکري او ادبي هڅې یې ژوندۍ ساتلي دي.
زما شالید
ادبي نړۍ
د لیکوالۍ پیل، ۱۳۸۰
د شعر او نثر لیکوال
ادبي سفر
خپلواکه لیکوال
د ادبي فعالیتونو پراختیا
د ادبیاتو مینهوال او څېړونکی