مونولوګونه
د انسان، باور، اړیکو، هویت، وقار او ژوند په اړه خبرې؛ هغه خبرې چې کله د یوې پوښتنې په اندازه لنډې وي، او کله د یوه عمر په اندازه ژورې.
د لوستلو لپاره نه؛
د فکر کولو لپاره.
هر کارت یو مستقل فکر دی. کارت خلاص کړئ او بشپړ مونولوګ ولولئ. دا لومړۍ مجموعه د شپږو ټاکل شوو متنونو څخه جوړه شوې ده.
بشپړ ولولئ⌄
ما فکر کاوه دښمن یوازې هغه څوک دی چې سړی وژني،
خو داسې نه و…
زما تر ټولو لوی دښمن، په هر چا زما بېځایه باور و،
هو باور
زه لا هم نه پوهېږم دې خوشباورۍ ته څه نوم ورکړم؟
دا زما کمعقلي وه… که زما انسانیت؟
ځکه چې:
ځینې څهرې، نقابونه وو،
ځینې خنداګانې رښتیا نه وې،
ځینې ملګرتیاوې یوازې د غرض اړیکې وې،
او اکثره ژمنې، تشې خبرې!
ما به صداقت کاوه، دوی به تمثیل؛
خو بیاهم ملامت زه یم
ځکه چې ما د دوی په پېژندلو کې ډېر ځنډ وکړ
زه ښه یم؛ یوازې ستا د پوښتنې لپاره
ځینې خلک حال نه پوښتي؛ یوازې د قصې مینه وال وي.
بشپړ ولولئ⌄
زه ښه یم؛ یوازې ستا د پوښتنې لپاره
ځینې خلک حال نه پوښتي؛ یوازې د قصې مینه وال وي.
”زه به له تا نور څه واورم؟ بس همدا یوه بې روحه پوښتنه چې… څنګه یې؟
خو پوهېږې؟ زه به هم درته د تل په څېر هغه یو سپین او تکراري درواغ ووایم… چې ښه یم، شکر دی، هیڅ خبره نشته.
ځکه دلته چې څوک حال پوښتي، هغوی د درد دوا نه دي، بلکې یوازې د قصې مینه وال دي.
دوی درد نه شي محسوسولی، دوی زما په سترګو کې هغه رښتیا نه شي لوستلی. ناپوه طبیب مې په درد نه پوهېږي؛ درد چېرې دی او درملنه چېرې!
زه خپل مات زړه تر خپله وسه د خپلې خندا شاته پټوم… ځکه زما وقار ماته اجازه نه راکوي چې خپل زخمونه هر چا ته ننداره کړم.
بس همدا…
هو! زه ښه یم، خو یوازې ستا د پوښتنې د ځواب لپاره!”
قوم، نوم او د انسان اصلي ارزښت
انسان په قوم کې پیدا کېږي، خو ارزښت یې په عمل او شخصیت کې دی.
بشپړ ولولئ⌄
قوم، نوم او د انسان اصلي ارزښت
انسان په قوم کې پیدا کېږي، خو ارزښت یې په عمل او شخصیت کې دی.
ایا موږ کله فکر کړی چې ولې د خپل نوم تر څنګ د قوم تخلص لیکو؟ ایا دا یوازې د پېژندنې لپاره دی، که د ویاړ لپاره هم؟
که دا یوازې د پېژندنې لپاره وي، نو ستونزه نشته؛ خو که دا زموږ ترمنځ واټن جوړوي، بیا باید پرې فکر وکړو.
انسان په قوم کې پیدا کېږي، خو ارزښت یې په عمل او شخصیت کې دی، نه په هغه څه کې چې خپله یې نه دي ګټلي.
قومیت یوازې یو تصادفي لباس دی چې ستا په انتخاب نه دی دراغوستل شوی؛ په هغه څه ویاړ کول چې ستا پکې هیڅ خواري نشته، انسان له خپل اصلي ارزښت څخه لرې کوي. دا داسې ده لکه یو څوک چې د خپل کالي په رنګ ویاړي، نه په هغه کمال چې د دغه کالي تر شا پټ دی.
کله چې ته د خپل نوم تر څنګ د قوم تخلص لیکې، دا یوازې یو نوم نه وي؛ بلکې یو رواني پیغام هم لېږدوي. هغه څوک چې ستا له قومه نه وي، ښايي په ناخبره ډول ځان درسره لږ لرې احساس کړي. دا کار د خلکو ترمنځ پټ واټنونه رامنځته کوي او هغوی دې ته اړ باسي چې ځانونه په ډلو ووېشي. یو ځانبسیا انسان غواړي په خپله خواري وپېژندل شي، نه د زرګونو نورو کسانو په ډله ییز نوم.
زما سیالي له بازانو سره ده
زه خپله لاره په خپلو نوکانو باسم، که اغزي وي او که تیږې.
بشپړ ولولئ⌄
زما سیالي له بازانو سره ده
زه خپله لاره په خپلو نوکانو باسم، که اغزي وي او که تیږې.
د نورو سره په خیراتي لارو تلل مې نه خوښېږي، ځکه زما پښې د نورو د نښو تعقیب نه، بلکې د تاریخ جوړولو مزل غواړي. زه خپله لاره په خپلو نوکانو باسم، که اغزي وي او که تیږې… زه یې پروا نه لرم.
کارغان دې کاغ کاغ کوي، هغوی چې هر څه وایي، ویې دې وایي!
دهغوی په اورېدو مې وخت نه ضایع کوم، ځکه چې زما د پرواز حد او زما سیالي له بازانو سره ده.
ههههه
هغوی چې زما په لوېدو شرط وهلی و، ورته ووایئ چې لا مې د اسمانونو لور ته کتل نه دي پرېښي
بشپړ ولولئ⌄
“زما د ماتولو هڅه مه کوه!
ځکه زما په فطرت کې د ماتې منلو هېڅ ځای نشته. زه که هر څومره ولوېږم خو بیا په خپلو پښو درېږم، ځکه زه د چا په اوږو د بار کېدو عادت نه لرم.
بشپړ ولولئ⌄
ما له خپل تېر ژونده او دخپلو او ملګرو له نامردیو مې ډېر څه زده زده کړل، اما زه به تل چوپ پاتې شوم. دا زما کمزوري نه وه او نه هم ناپوهي، دا زما د وقار او سړیتوب تګلاره وه.
ځکه چوپتیا د هر چا په وس کې نه وي؛ یوازې هغه څوک چوپ پاتې کېدای شي چې په زړه کې یې د غره په څېر حوصله وي.
خپل نظر ولیکئ