شعري کارتونه
د انجنیر محمد انور درد من د شعرونو ټاکل شوې ټولګه
تصویر مي تور او سپین دی رنګ نلريله دې زمــان ســـــــــــره آهنګ نلريزمانـــــــــې تور لونګ په تار پېـيليکه لونګ دي، بوی دلــــــونګ نلريزما وچــــو شونډو ته خندا نه راځيخاندي هغوی چي د زړه زنګ نلري
ځنګل چي اور واخلي نو ټول وسوځيدلته نري سوځي، پنډ سونګ نلريجګړه کـــــــي مري دغریبانو بچيګټه یې هغه خوري چي ننګ نلري
په نسب او په دولت نه عاقل کېږيچي کړه وړه دانسان کړي هغه عاقل دیپه ټولنه کي مو داسي خلک ډېر ستهنصیحت نورو ته کړي ، خپله غافل دی
زما ستړی ژونده، ستړی ژونده لاترڅومي مل یېای له دردونو ډک پیونده لاتر څـومي مل یې
زه چي ټول عمر ستا په غم ژاړمخیال کي مي داوي چي زه کم ژاړمټوله ورځ غم دي پټ په زړ کي ساتمدشپې له شمعي سره سم ژاړم
زما دژړا پیوند له بل سره دیبل چا که وژړل زه هم ژاړم
زما تشه لاسه لوی دوښمن مي ته یېهریو یاري کړي له غرانه سرهدچا توان لږدی، او دچا د ډېر دیهرڅوک هرڅه کوي، له توانه سره
نن یې چور لره هم نوم دخدمت ورکړښه پوهېږي، خدمت څه دی او چورڅه دیپه لنګور یې دزمري پوست وراغوستیزه پوهېږم زمری څه دی، لنګورڅه دی
نن مي پرزړه اورېږې تا یادومهغه وختونه دپخوا یادومخلک په لټه دراتلونکي ژوند ديزه تېر وختونه زما وستا یادوم
په کفارو نن ودانه دا دنیا دهموږبایللې هم هغه ده، اوهم داده
دستار تړي، چې په لباس یې ساده ګان تېروځيدلته اوس، هرسړی لایق زه د دستارنه وینمسرښه په ټینګه ښوروي دنصیحت په ځای کياو د مسجدڅخه، دباندي یې کردار نه وینم
اوس هره شپه پر ما یو کال تېرېږيدځوانۍ ژوند ستا په جنجال تېرېږيپه مخه راسې ولي هیڅ نه وایېلکه سایه چي پر دېوال تېرېږي
دا وخت به تل لا داسي پاته نه ويځواني دي ځي وخت د وصال تېرېږيښه و بد دواړه یو یاد ګار جوړېږيیادګار سي پاته خو مهال تېرېږي
دانسان په درد چې زړه یې درد من نه سيزه شکمن د داسي کس پر عبادت یمچې دزړه او خولې وینا یې یوه نه ويخوښ مي نه دی زه یې تیر له رفاقت یمربه داخلک که ولاړسي وجنت تهزه به ورنه سم، بېزار له دې جنت یم
دعمر پاڼه پرلوېدو سوه، ولي نه راځې تهزما تور ویښته پرسپینېدو سوه، ولي نه راځې تهدې طوفانونو کي ما ستا ډېر انتظار کړی دیدژوند بېړۍ پر ډوبېدو سوه، ولي نه راځې ته
دهر هوف په حرارت مي لبان سوځيکه په خوله حال ووایمه زبان سوځي
ای وطنه ستا په عشق زه افتخار کړمچي په هر قیمت کیږي تابه ګلزار کړمستا دهر شهید په وینو تاریخ لیکموطن دوست او وطن فروش به پکښي شمار کړم
وغره ته خیژم ، وختلو ته یې لار لټومڅپلۍ مي پرې دي،وګنډلوته یې تار لټومډیر ستړی سوی یم دکښته ښار له ژونده څخهدغره په سر کي ژوند کولو ته یوښار لټوم
دزړه بړاس مـــــي تر قــلم ووتیتر وچ کاغذ دســــترګــو نم ووتی
ما د غیرت په خښتو خپل د ژوند مسیر جوړ کړیما د رښتیا په ژبه خپل د ژوند تدبیر جوړ کړیهغوی چې زما د نړېدو لپاره کنده ایستلما له هغو خاورو نه خپل دا لوړ تعمیر جوړ کړی
هر یو خپل په آینه کې راته ګوريڅوک مې ستایي، څوک به وایي سپکې سپورېکه د زړه آینه خیرنه د هر چا ويخود به خړ ورته ښکاري د اسمان ستوري
څوک به مي خواته په عزت وګوريعزت خو هم ډکوجېبونو کي دینړۍ اسمان ته په کمال وختلزموږکمال ږیره یا برېتونو کي دی
د بل عیبونه لکه ښکار چې یو ښکارې لټوېاما دا خپل و مخ ته نه نیسي هنداره خلکانوره لمر دحقیقت له غره چې سرښکاره کړشول لکه ستوري داسې پټ له دې دیاره خلک
خپل نظر ولیکئ