تشریح
راځه جرمني زده کړو – A1.1
د پښتو ویونکو لپاره د جرمني ژبې نوی، ساده او عملي مېتود
که کورس ته د تګ وخت نه لرئ، کار کوئ، کورسونو ته لاسرسی نه لرئ، یا غواړئ جرمني ژبه په خپل وخت او خپل سرعت زده کړئ، «راځه جرمني زده کړو» ستاسو لپاره جوړ شوی دی.
دا یو عادي او ستړی کوونکی درسي کتاب نه دی. درسونه په مرحلهوار، انځوریز، روښانه او عملي ډول ترتیب شوي، څو تاسو یوازې لغتونه حفظ نه کړئ؛ بلکې تلفظ، جملې، ورځنی استعمال او تمرین هم ورسره زده کړئ.
د کتاب د دې پړاو موخه دا ده چې د جرمني د بنسټیزې کچې یوه لویه برخه په یوه منظم لوست کې درته روښانه او د استعمال وړ شي. پاتې پرمختګ د دوامدار تمرین او راتلونکو زدهکړیزو سیستمونو له لارې پیاوړی کېدای شي.
په کتاب کې څه شته؟
- د جرمني د لوستلو او تلفظ بنسټونه
- د پښتو له نږدې تلفظ سره جرمني کلمې
- مهم لغتونه او ورځنۍ جملې
- عملي مثالونه او د ژوند واقعي حالتونه
- تمرینونه او کورنی کار
- مرحلهوار او منظم تعلیمي سیستم
- ۲۲ بشپړ درسونه په ۳۹۸ مخونو کې
دا کتاب په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره مناسب دی چې کار کوي، کورس ته د تګ فرصت نه لري، کورسونه ورته لیرې یا ګران دي، یا غواړي په کور کې په خپل وخت زده کړه وکړي.
درسونه داسې طرحه شوي چې لوستل درته درانه او ستړي کوونکي نه شي؛ بلکې له یوه مثال څخه بل مثال ته په طبیعي ډول لاړ شئ او ژبه په شوق سره تعقیب کړئ.
د بشپړ کتاب قیمت: یوازې ۲٫۹۹ €
لیکوال: انجنیر محمد انور درد من · محمد انور درد من · انور دردمن · انجنیر محمد انور · Mohammad Anwar Dard man · Anwar Dardman
اړوند لټونونه: جرمني ژبه په پښتو، د جرمني ژبې کتاب په پښتو، جرمني ژبه له صفر څخه، د جرمني ژبې اسانه زده کړه، Learn German in Pashto, German Language in Pashto, Deutsch lernen auf Pashto.





کتنې
تر اوسه کومه کتنه نشته.